Language

​د کندهار په درېیو ولسوالیو کې دولتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹): د کندهار په درېیو ولسوالیو ژېړۍ، تخته پُل او ښوراوک کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو تېره شپه شاوخوا دوولس بجې د ژیړۍ ولسوالۍ د دښت سیمې پر امنیتي پوستې برید کړی او د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې جګړه کې اته وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي، دغه راز یو پولیس هم وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

دی وايي، د وسله والو درې جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل، په دې جګړه کې ۳ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۳ ملي پولیس ټپيان شوي دي.

بلخوا د کندهار په تخته پُل ولسوالۍ کې هم تېره شپه وسله والو د بیدک پر امنیتي پوسته برید کړی دی.

بارکزی وايي، پولیسو مقاومت کړی او پر مهال یې پنځه وسله وال وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

ده زیاته کړه چې په دې جکړه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

خو یوه امنیتي سرچینه وايي چې په دې جګړه کې درې پولیس وژل شوي دي.

په ورته توګه د ښوراوک ولسوالۍ د څارګو پر امنیتي پوسته هم وسله والو برید کړی او د دواړو لورو ترمنځ نښته شوې ده.

د دې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل، په دې جګړه کې ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

سرچینه وايي، په دې جګړه کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې معلومه نه ده.

login or register a new account.

Related Topics