Language

پولیسو په کابل کې یو غل وژلی او دوه یې ژوندي نیولي

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل په ۱۷مه امنيتي حوزه کې يې د نښتې پر مهال د وسله والو غلو د یوې ډلې یو کس وژلی او دوه یې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غبرګولي په ۲۹مه پژواک اژانس ته وویل چې نن له غرمې وروسته د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې پوليسو د غلو دغه وسله واله ډله ونيوه.

سرچينې زياته کړې، د غلو دغه حرفوي ډله چې له څه مودې را په دېخوا یې د کابل ښار په ځینو سيمو، په ځانګړې توګه څلورمه، يوولسمه، پنځلسمه او اوولسمه امنيتي حوزو او د پغمان، شکردرې او ميربچه کوټ په ولسواليو کې يې وسله والې غلاوې کولې، د پوليسو تر څار لاندې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د عملياتو په لړ کې غلو له پوليسو سره جګړه وکړه چې په پايله کې يې د دې ډلې يو کس ووژل شو او دوه نور د يوه ټپي په ګډون ونيول شول.

سرچینه زياتوي، دغه راز له دې ډلې يو ميل وسله او يو کرولا موټر هم نيولي شوی دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.