Language

تالقان (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٩): د تخار حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د مدرسې اووه زده کوونکي وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د غبرګولي په ٢٩مه پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې د اشکمش ولسوالۍ په شهر کهنه سيمه کې د مدرسې پر زده کوونکو چاودنه شوې ده.

هغه وايي: ((د هاوان يوه سرګولوله يې پيدا کړې، پر هغه يې لوبې کولې چې چاودنه يې پرې کړې ده.))

ده وويل چې په دغه پېښه کې د مدرسې اووه زده کوونکي وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د تخار د والي وياند جواد هجري هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د پلټنې ډله سيمې ته رسېدلې چې تر پلټنو وروسته به نور جزئيات له رسنيو سره شريک کړاى شي.

بل لورته د تخار ولايتي روغتون مرستيال ډاکټر حفيظ الله ساپي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه تر اوسه پورې کوم ټپي او يا هم جسد دغه روغتون ته نه دي انتقال شوي.

د يادونې ده چې ډېرى مهال د سرګولولو د چاودنو له امله ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.