کابل (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٦٥٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٤٢ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د غبرګولي په ٢٩ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٣٠١ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٦٥٨ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ٢٧٥٣٢ ته لوړه شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٤٢٥ په کابل، ٦٢ په باميان، ٤٠ په تخار، ٢٧ په کندهار، ٢٢ په کندوز، ٢١ په لوګر، ١٧ په بغلان او ١٤ په پنجشېر ولايتونو کې دي.
دغه راز د دغو پېښو له ډلې څخه لس په دايکنډي، اووه په پروان، شپږ په زابل، شپږ په بلخ، پنځه په غور، څلور په فارياب او دوه په غزني ولايتونو کې دي.
د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٥٠٢ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ٦٦٠٠ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٢ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٥٤٦ ته ورسېد.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تازه مړو شويو کسانو کې ١٩ په هرات، ١٧ په کابل، درې په فارياب، دوه په سمنګان او يو بل هم په بلخ ولايت کې دى.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس پېښې د هر افغان کورته رسېدلې دي، نو ځکه خصوصي روغتونونه هم کولاى شي چې د دغه ويروس د ناروغانو درملنه وکړي.
login or register a new account.