Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنيتي مسوولين: پکتيکا کې ٢٩ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ښرنه (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٩): امنيتي چارواکي وايي چې د پکتيکا ولايت په سرروضې ولسوالۍ کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه طالبانو د سرروضې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٤ موټرسايکلونه يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه جګړه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرلو سره دغه جګړه تاييد کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه جګړه د سرروضې ولسوالۍ اړوند د مارزکو په سيمه کې تېره شپه رامنځته شوې ده.

سرچينه وايي چې په دغه جګړه کې ١٧ طالبان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه جګړه کې د طالبانو ٢٢ موټر سايکلونه او يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.