ګردېز (پژواک ۳۰ جوزا ۹۹): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازی وايي ولسمشر ورته ويلي چې ژر به د ګردېز ــ پټان مهمه لويه لاره په رسمي ډول ترانزيټي شي.
کټوازي دا خبرې ګردېز کې د پکتيا د والي په توګه د دندې پای ته رسېدو په مخه ښې غونډه کې د خلکو د غوښتنې په ځواب کې وکړې او ويې ويل، پکتيا ته د خپلو حقونو ورکولو برخه کې به تل هڅې وکړي.
نوموړي زياته کړه چې د لويې پکتيا کادرونو ګومارنې ته به پاملرنه او پکتيا کې د لويو او مهمو پرمختيايي پروژو پلې کېدو کې به عملي اقدام وشي.
کټوازی وايي:((تېره ورځ رئيس صيب جمهور په ټېلېفون راته وويل چې د ګردېز ــ پټان مهمه لار ترانزيټي کوو؛ ځکه چې دا تر ټولو لنډه، اسانه او ارزانه لاره ده. د ګلام خان او انګور اډې په اړه هم تفاهم شوی او درېواړه ترانزيټي کيږي.))
د پکتیا ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځي ټينګار وکړ چې پکتيا ته د خپلو حقونو ورکولو او په دې برخه کې د محدوديتونو له منځه وړلو ته بايد ځانګړی پام وشي.
ځاځي وويل: ((پکتيا ډېرو برخو کې ګڼ مشکلات او اړتياوې لري، ښه دا ده چې تاسو له دې مسايلو پوره اګاه يئ او معلومات لرئ، غوښتنه مو دا ده چې د مسايلو ته د رسيدګي لپاره بايد جدي پاملرنه وکړئ.))
قومي مخور ښايسته جان احدي وويل چې پکتيا ته لا هم د زون د مرکزيت تشکيلات او حقونه نه دي ورکړل شوي او که د ولسمشر او کابينې د غړو له ژمنو سربېره ورته حقونه ورنه کړل شي، په لويو مدني اعتراضونو به لاس پورې کړي.
احدي وايي: ((ولسمشر په دواړه دورو کې پکتياوالو سره وعدې وکړې، خو په ډېرو برخو کې لا هم د پکتيا حقونه ندي راکړل شوي، په اقتصادي زون د پکتيا بدلولو ته هېڅ مهم کار ندی شوی.))
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شميم خان کټوازي وويل چې په تېرو شاوخوا درې کلونو کې يې پکتيا ته په ډېرو برخو کې تر وسه کار کړی، خو په خبره يې دا چې ياد ولايت په تېر کې ډېر محروم پاتې شوی و، نو لا هم زيات کار ته اړتيا لري. کټوازی وايي هڅه يې دا ده چې دې ولايت ته د زون د مرکزيت ټول مادي او معنوي حقونه ورکړل شي.
نوموړي زياته کړه: ((تر ټولو مهم شی د دې جغرافيې ستراتيژيک حيثيت دی، چې ډېر کمزوری شوی و، خو اوس ښه شوی او بايد تر دې نور هم لوړ شي. په ډېرو برخو کې پلانونه نه و، پلانونه جوړ شوي او کارونه شوي، خو دا په هېڅ وجه بس ندي او تر دې زيات کار ته ضرورت دی او زه دې ته ژمن يم.))
شميم خان کټوازی شاوخوا درې کاله د پکتيا والي و، چې وړمه ورځ د ولسمشر غني په حکم د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر وټاکل شو.
login or register a new account.