Language

کندوز کې اووه امنيتي سرتېري وژل شوي

کندوز ښار (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٩): امنيتي سرچيني وايي چې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې اووه پاڅون کوونکي وژل شوي او يو بل ټپي دى.

کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د غبرګولي په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خان اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پاڅون کوونکو پر پوستې بريد کړى دى.

سرچينه وايي چې په دغه بريد کې اووه پاڅون کوونکي وژل شوي او يو بل ټپي دى.

خو د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې درې پاڅون کوونکي وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د مرادي د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې لس وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.