Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور د تېورې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

کابل(پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۹): ملي دفاع وزارت وایی چې د وسله والو طالبانو او امنیتي سرتېرو ترمنځ په نښته کې د غور د تېورې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي له هرات او فراه څخه  وسله وال طالبان راټول شوي وو او تېره شپه یې د غور ښار د څنډو او دغه راز د پسابند او تولک پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

سرچینه وایي، چې د وسله والو طالبانو بریدونه د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او ماتې یې وخوړه .

دفاع وزارت وایي چې په دې نښته کې د په تولک ولسوالۍ د تېورې لپاره د طالبانو له لوري نومول شوی ولسوال مولوي نصر الله« انصاری» وژل شوی دی.

سرچینه وایي چې دغه راز په پسابند ولسوالۍ د مولوي احمدګل په نوم یو طالب قوماندان چې په متوکل مشهور و له یوبل تن سره وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.