ګردېز (پژواک، ۳۱ غبرګولى ۹۹): د پکتيا اوسيدونکو او مدني فعالانو په يوه خبري کنفرانس کې نيوکه وکړه چې په دغه ولايت کې د مهمو لويو پرمختيايي پروژو کارونه نه دي ترسره شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی وويل چې روغتيا، ښاري پرمختيا، احصايې، مخابراتو، سوداګري او اقتصادي برخو ته دې جدي پاملرنه وشي او د هغو پروژو پلې کېدو چارې دې تر سره شي، چې د ولسمشر غني يا د کابينې د غړو لخوا يې ژمنې شوې دي.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالميار وويل، ولسمشر غني شاوخوا درې کاله وړاندې ژمنه کړې وه چې پکتيا به په مهم اقتصادي زون بدلوي، خو په خبره يې د دې چارې تر سره کېدو لپاره تر اوسه آن لومړني کارونه هم نه دي شوي.
عالميار وايي: ((اقتصادي زون خپل خصوصيات او سهولتونه لري، اول بايد سړکونه جوړ شي، د قرضې، اقتصادي فعاليت ساحه او منظمه برېښنا او ورته نورې اړينې اسانتياوې رامنځته شي، خو متاسفانه تر اوسه دا څه نه دي شوي.))
مدني فعال حفيظ الله مبارز په ګردېز کې د پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو د سياسي دفترونو پر پرانيستل کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې د پکتيا او شاوخوا ولايتونو ډېری اوسيدونکي يادو هېوادونو ته د ناروغي يا کار لپاره تګ، راتګ کوي، چې په خبره يې اوسمهال يې په ويزو اخيستو او نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ بار، بار له والي صاحبانو، مرکزي حکومت او خپله له ولسمشر څخه په بېلابېلو اړينو برخو کې غوښتنې کړې، خو د پکتيا ستونزو او اړتياوو ته رسيدګي نه ده شوې.))
د پکتيا ولايتي شورا پخواني مشر ښايسته جان احدي نيوکه وکړه چې د څو ولسواليو په مرکزي او لويه څمکني ولسوالۍ کې د بانک د څانګې نشتون له امله تر اوسه ګردېز ته په معاش اخيستو پسې راتلونکو ګڼو سرتېرو ته مرګ، ژوبله اوښتې او يا له معتمدينو څخه پيسې تښتول شوې دي.
احدي د ګردېز حلقوي، د ګردېز ــ زرمت، ګردېز ــ روحاني بابا، څمکني ــ جانيخېل، تېرې کنډو ــ شِـشتې او د ښار د ځينو داخلي سړکونو جوړېدل اساسي اړتيا ياده کړه او ټينګار يې وکړ که يې غوښتنو ته رسيدګي ونه شي، اعتراضونه به پيل کړي.
ده وويل: ((چارواکو موږ غلط کړي يو، موږ ته پاتې راغلي او موږ خپلو خلکو ته پاتې راغلي يو. کومه اعتبار چې دوی درلود، هغه يې بايللی او نور تېر ايستل ګټه نه کوي. موږ نور چپ نه کينو او خپل حقوق غواړو، چې له هرې لارې وي.))
د پکتيا ولايتي اداره هم د ګردېز ــ پټان لويه لاره د ترانزيټ لپاره کراچۍ بندر ته تر ټولو لنډه، اسانه او ارزانه لاره بولي او وايي چې د دې چارې سربېره يې په ګردېز کې د ځينو هېوادونو د سياسي دفترونو په اړه هم له اړوند مسئولينو سره خبرې کړې دي.
سرپرست والي عبدالولي سهي پژواک ته وويل چې د څمکنيو مهمې ولسوالۍ په مرکز شهرنو کې د بانک څانګې پرانیستل کېدو ډېرې چارې تر سره شوې او هيله مند دی چې ژر به د عزيزي بانک څانګه په کې پرانیستل شي.
سهي وايي: ((پکتيا کې اوس هم کارونه روان دي، خو دا په هېڅ وجه کافي نه دي او د ځوانانو دا غږ تقديروم او د حقه حقونو غږ يې بدرګه کوم. پکتيا په ډېرو برخو کې اړتياوې او ستونزې لري او زموږ غوښتنه دا ده چې اړوندې ادارې له خپل مسئوليت سره سم د ستونزو حل ته عاجل پام وکړي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP