Language

په کابل کې ددرېیو چاودنو مخه ونیول شوه

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې ددرېیو چاودنو مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غبرګولي په ۳۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې ترهګرو د کابل ښار دنهمې حوزې اړونده سیمه کې درې ماینونه  ځاي پر ځاي کړی وو.

هغه زیاته کړه چې یاد ماینونه تیره شپه د کابل ښار د ګډو امنیتي ځواکونو لخوا کشف او شنډ کړل شول.

د  ارین په وینا، ددې ماینونو شنډیدلو سره د خونړیو چاودنو مخه ونیول شوه.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې وروستیو کې په ښار کې ۱۵ ماینونه شنډ او په تړاو یې ۲۰ تنه  نیول شوي چې تر پلټنو لاندې دي.

وسله  والو مخالفینو تر اوسه ددې ماینونو په اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.