Language

افغانستان کې ۲۸۸۳۳ کسان پر کرونا اخته او ٥٨١ مړه شوي دي

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٠٩ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۸۸۳۳ ته لوړه شوه.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په لومړۍ نېټه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٠٠٧ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٤٠٩ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۸۸۳۳ ته لوړه شوه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٨٤ په کابل، ٣٨ په هرات، ٣٣ په بادغيس، ٢٩ په بغلان، ٢٩ په کندهار، ١٥ په ننګرهار، ١٥ په بدخشان، ١٢ په تخار او ١١ هم په غزني ولايتونو کې دي.

دغه راز له يادو پېښو څخه لس په کندوزو اته په پروان، اته په نيمروز، اته په فراه، اته په کاپيسا، اووه په زابل، درې په باميان او يو هم په کونړ ولايتونو کې ثبت شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٧٢ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۸۷۶۴ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٢ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٥٨١ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس پېښې د هر افغان کورته رسېدلې دي، نو ځکه خصوصي روغتونونه هم کولاى شي چې د دغه ويروس د ناروغانو درملنه وکړي.

login or register a new account.