Language

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له ملا برادر سره د سولې په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۹) : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره لیدلي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر لخوا د چنګاښ په لومړۍ نېټه په ټویټر کې لیکل شوي چې مېرمن لاینز له ملا عبدالغني برادر سره په خبرو کې په افغانستان کې د سولې په اړتیا غږېدلې ده.

سرچینې زیاته کړې: "دېبورا لاینز په قطر کې د طالبانو د مرستیال ملا برادر سره دوستانه ملاقات وکړ. د ملګرو ملتونو استازې د یوې داسې عادلانه سولې اړتیا په ګوته کړه چې د ښځو، ځوانانو او اقلیتونو په ګډون ټول افغانان په کې شامل وي. "
خو یوناما دا نه دي ویلي چې دا لیدنه کله شوې ده، خو دا لومړی ځل دی چې د یوناما نوې مشره په قطر کې له طالب مشرانو سره مخامخ ګوري.

میرمن لاینز څه موده مخکې د یوناما د مشرې په توګه کار پیل کړ. ملګرو ملتونو له افغان حکومت او طالبانو په وار وار غوښتنه کړې ده چې جګړه بنده کړي او سوله وکړي. ملګرو ملتونو همدغه راز غوښتي چې د جګړې ټولې غاړې باید د کرونا ویروس سره مبارزې ته ډېر پام وکړي. دیوناما مشرې له ملا برادرسره په داسې حال کې لیدلي چې تمه کیږي بین الافغاني مذاکرات به ژر پیل شي. افغان حکومت د دغو خبرو لپاره استازي ټاکلي او وايي‌ چې ژر به نېټه او ځای یې اعلان شي.

login or register a new account.

Related Topics