Language

د یوناما راپور ته د حکومت ځواب : طالبان له روغتیایي مرکزونو بریدونه کوي

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۹) : د افغانستان دولت په هېواد کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ یوناما هغه راپور چې پر روغتیايي خدماتو او صحي برخې د بریدونو په اړه یې خپور کړی، لیدلی دی.

ملګرو ملتونو نن په خپل دغه راپور کې ویلي چې د کرونا له پیل راهسې په افغانستان کې پر روغتونونو ۱۵ بریدونه شوي چې د ډېرو بریدونو مسوولیت پر طالبانو او پاتې پر دولتي ځواکونو اچول شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له روغتونونو او کلینیکونو جنګي ګټه اخیستنه او له همدې ځایونو پر دولتي ځواکونو بریدونه ددې لامل شوي، چې روغتیايي مرکزونه او کارکوونکو ته یې زیان ورسېږي.

سرچینې زیاته کړې، دا ټولو ته معلومه ده چې افغان روغتیا پالان په خورا سختو شرایطو کې د انسان ژغورنې ډېره حساسه او مقدسه دنده مخته وړي. ددې برخې کارکوونکي د تقدیر وړ دي، باید له هر ډول بریدونو خوندي وي او پر وړاندې یې هر ډول تېری وغندل شي.

د ملي امنیت شورا ویلي، وسله والو طالبانو د اوربند لپاره د افغانستان دولت او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي غوښتنې هم رد کړې او دا ددې باعث شوې، چې د کرونا په ډول د عاجلو حالاتو پر مهال هم ډېرو اړمنو خلکو ته خورا ضروري روغتیايي خدمات ونه رسېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانانو او مسلمانانو خلاف د طالبانو روان تاوتریخوالی د افغانستان د ټولو خلکو ژوند او په هېواد کې شته فرصتونه او خدمات له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو نه یوازې چې د جنګ او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته اعتنا نه ده کړې، بلکې په قصدي ډول یې د روغتیايي او نورو عامه خدماتو وړاندې کوونکي بنسټونه او کارکوونکي یې هدف ګرځولي دي. وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو یاد راپور رد کړی دی.

login or register a new account.