ګردېز (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۹) : ناپېژانده کسانو د پکتيا ولايت له څمکنيو ولسوالۍ څخه يو تن سيک تښتولی، چې د امنيتي مسوولينو په خبره د پیدا کېدو لټه يې پيل کړې ده.
ددغه ولایت د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران د چنګاښ په لومړۍ نېټه، پژواک اژانس ته وويل چې ياد کس ندان سنګ نوميږي او دوه ورځې وړاندې د دغې ولسوالۍ له بنګښو سيمې څخه تښتول شوی دی.
کامران وايي, دغه سیک په ياده ولسوالۍ کې د دوی د يو پخواني درمسال يا د دوی لپاره د مذهبي تقدس لرونکې ودانۍ رغولو لپاره هلته تللی و، چې ناپېژانده کسانو تښتولی دی.
خو نوموړي ونه ويل چې ندان سنګ به د پيسو که د مذهبي حساسيتونو له امله تښتولی شوی وي، خو زياته يې کړه چې مسله يې له قومي خلکو سره هم شريکه کړې او خپله يې هم پلټنه پيل کړې ده.
کامران وايي:((ندان سنګ د کابل اوسېدونکی دی، په دې تړاو مو څلور تنه نيولي او تحقيقات ترې روان دی. د پيدا کولو او بېرته يې کورنۍ ته د سالم سپارلو هڅې مو دوام لري.))
په ګردېز کې د يوناني درملو يو تن ډاکټر جګمون سینګ بشردوست پژواک ته وويل چې په څمکنۍ ولسوالۍ کې د سيکانو يو پخوانی درمسال شته. بشردوست زياته کړه چې ندان سنګ پکتيا ته د راتګ او يا د درمسال د چارو په اړه دوی ته معلومات نه دي ورکړي او نه يې ورسره اړيکه نيولې وه.
نوموړي وويل:((زه خپله څمکنيو ته نه يم تللی، خو زموږ له مشرانو مې اورېدلي چې هلته موږ پخوانی درمسال لرو.))
login or register a new account.