کابل (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣١٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ٢٩١٤٣ ته لوړه شوه.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په دويمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٨٨٩ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٣١٠ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ٢٩١٤٣ ته لوړه شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٦٦ په کابل، ٣٣ کندهار، ٢٢ په بغلان، ٢١ په کندوز، ١١ په بدخشان، نهه په هلمند، نهه په تخار، اووه په ميدان وردګو، شپږ په زابل، پنځه په باميان، پنځه په کونړ، درې په ننګرهار، درې په پروان، درې په غور، دوه په لوګر او يو هم په پکتيا ولايتونو کې دي.
د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٧٧ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ٨٨٤١ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٢ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٥٩٣ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په هرات ولايت د کرونا د نويو ارقامو او يا هم مړو شويو کسانو په اړه معلومات نه دي وړاندې شوي.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس پېښې د هر افغان کورته رسېدلې دي، نو ځکه خصوصي روغتونونه هم کولاى شي چې د دغه ويروس د ناروغانو درملنه وکړي.
login or register a new account.