Language

” د ولسي جرګې د «و- ج» پلېټ لرونکي درې زره موټر په ناقانونه ډول فعالیت لري”

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې یوشمېر غړي وایي چې د دغې جرګې د «و - ج» ځانګړي پلېټ لرونکي درې زره موټر ځینې کسان په غیر قانوني بڼه ستفاده کوي چې اندېښنې یې را راپورته کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د یوه خبر پر اساس چې د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په ۱۸ خپور شوی، د ولسي جرګې د پنځو «م-ج» او مشرانو جرګې د پنځو «و-ج» پلېټونو موټرو په ګډون د ملي شورا د مجلسونو د اداري پلاوي، پاتې ټول دا ډول پلېټونه چې د ملي شورا ډېری غړو جوړ کړي او غیر قانوني دي.

په هغه وخت کې د ولسي جرګې د دارالانشا او کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د هېوادوالو د اندېښنې لپاره امنیتي ځواکونه او وکیلان د ملي شورا د غړو لپاره ځانګړي پلېټونه وېشي، خو تراوسه دا کار نه دی ترسره شوی.

په ولسي جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي ګل احمد نورزاد د دغې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې د هېواد په کچه درې زره موټر د «و-ج» له پلېټونو ګټه اخلي چې د جرګې او امنیتي ځواکونو اندېښنې یې راپورته کړې دي.

نورزاد چې د یادې جرګې د خوندیتوب د کمېسیون غړی دی وویل چې دغه معلومات د خوندیتوب کمېسیون موندلي او د جرګې له اداري پلاوي سره یې هم شریک کړي دي.

هغه زیاته کړه: ((له دغو پلېټونو د ولسي جرګې اوسني او پخواني غړي، د ولسي جرګې د ټاکنو نوماندان او یو شمېر نور کسان چې په هر ډول یې ترلاسه کړي، ګټه اخلي.))

د هغه په خبره، په ټوله کې د ولسي جرګې هر غړی کولای شي له «و-ج» پلېټ څخه ګټه واخلي، د وکیلانو شمېر ۲۵۰ کسانو ته رسېدلی، خو د «و-ج» د پلېټونو شمېر چې د هېواد په کچه استفاده کېږي، درې زرو ته رسیږي.

هغه له غیر مسوولو کسانو څخه د پليټونو د راټولو غوښتنه وکړه او د کورنیو چارو له وزارته یې وغوښتل څو په ولسي جرګې پورې د اړوند پلېټونو استفادې څخه د مخنیوي لپاره وکیلانو ته ځانګړي پلېټونه ووېشي څو امنیتي ځواکونه وکیلانو ته خنډ نه شي او د ولسي جرګې له «و-ج» پلېټونو څخه د استفادې مخه ونیول شي.

په دغه جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازې خدیجې الهام کوهستاني د نورزاد د څرګندونو د تایید تر څنګ وویل چې باید د هغو کسانو مخه ونیول شي چې د «و-ج» له پلېټونو څخه ګټه اخلي.

هغه وایې چې د ولسي جرګې پر پخوانیو او اوسنیو غړو سربېره، یو شمېر سوداګر او د حکومت کارکوونکي هم د «و-ج» له پلېټونو ګټه اخلي.

هغې همدا راز د یادې جرګې له اداري پلاوي وغوښتل څو ښکاره کړي چې دغه پلېټونه د چا له خوا وېشل شوي؛ ځکه د هغې په خبره د جرګې ټول غړي د «و-ج» پلېټ څخه د ګټې اخیستنې له امله د خلکو د نیوکې سبب شوي دي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وویل چې همدا ډول راپورونه یې موندلي چې د ولسي جرګې پر غړو سربېره یو شمېر نور کسان هم د «و-ج» له پلېټونو څخه ګټه اخلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.