Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې د کرونا له امله په تېرو دوه اوونيو کې لسګونه کسان مړه شوي

ګردېز (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۹): په پکتيا کې له تېرو شاوخوا دوه اوونيو راهيسې د کرونا له امله لسګونه کسان مړه شوي چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

په يادو کسانو کې غوڅ اکثريت د ډېر عمر لرونکې ښځې او نارینه دي، خو د ځينو داسې کسانو ژوند يې هم اخيستی چې عمرونه يې زيات نه و.

د ګردېز اړوند د دولتزيو کلي اوسېدونکی ظهيرخان انګار وايي يوازې د دوی له سيمې څخه په تېرو شاوخوا دوه اوونيو کې کابو شل تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

انګار وويل چې خلک د کرونا بې ساري خپرېدو او په اړه يې د روغتيا وزارت ناغيړي خورا خواشيني او غوسه کړي دي.

نوموړي زياته کړه: ((تاسو يقين وکړئ چې يوازې زموږ په يوه کلي کې موږ تر اوسه شل تنه شهيدان ورکړي. چې روغتون ته لاړ شئ، اکسيجن نشته، ورته وايي ولاړ شه په کور کې دې علاج وکړه.))

د رباط اوسېدونکی عيسی محمد صادق پر روغتيا وزارت سخته نيوکه کوي چې په خبره يې د دې لوی ناورين د مخنيوي پر ځای د کرونا په بوديجه او اسانتياوو کې هم فساد کوي.

صادق د روغتيا وزارت هغه ادعا هم خندونکې او شرمونکې بولي چې ګواکې د کرونا پر هر ناروغ يې ۱۳۸۴ ډالر لګښت کړی دی.

نوموړي زياته کړه: ((بايد حکيم الکوزي ته د فعاليت اجازه ورکړل شي او همکاري ور سره وشي؛ ځکه د ده درمل چې هر ځای ته رسېدلي او چا خوړلي، نتيجه يې مثبته ده. همدارنګه حکيم الکوزی وايي چې زما د درملو زيان دې د ولس په مخکې راوښيي.))

مدني فعال احمدالله احمدي د زيات عمر لرونکو کسانو مړينه نه جبرانېدونکې ضايع بولي او وايي چې مشران د ټولنې د پوهې، تجربې او صلاح خلک دي او بايد د ناروغي د سختېدو مخنيوی يې وشي.

احمدي پژواک ته وويل: ((زه نه پوهېږم چې روغتيا وزارت په څه اخته دی. په داسې حساس وخت کې دومره بې کفايتي او فساد په هېڅ وجه د منلو او بښلو نه دی، د دوی دا ډول نامسولانه چلند د کرونا په شان لوی ناورين او جرم دی.))

د پکتيا ولايت عامې روغتيا رياست هم په دغه ولايت کې په بې ساري ډول د کرونا خپرېدو او له امله يې د ګڼو کسانو مړينې اندېښمن کړی او د وزارت د ځانګړې پاملرنې تر څنګ له خلکو هم د احتياط غوښتنه کوي.

د ياد رياست رییس ډاکټر ولايت خان احمدزي پژواک ته وويل چې پر کرونا د اخته او ورڅخه د مړو شويو کسانو شمېر د رسمي شمېرو څو چنده دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.