کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٢٤ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۹۴۸۱ ته لوړه شوه.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په درېيمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٩٥٣ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٣٢٤ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۹۴۸۱ ته لوړه شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٩٨ په هرات، ٩٢ په کابل، ٤٠ په بلخ، ٣٩ په غزني، ١٩ په بدخشان، ١٨ په پکتيا، لس په لغمان، څلور په ننګرهار، درې په کونړ او يو هم په سمنګان ولايتونو کې دي.
د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤١٩ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۹۲۶۰ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٠ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٦١٨ ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د باور ځواک په نوم يو بنسټ يوه سروې اعلان کړه چې له مخې يې په افغانستان کې لس ميليون کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي.
login or register a new account.