Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ او سمنګان کې ۱۴ سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ ايبک (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۹) : د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې دیوې نښتې پر مهال شپږ سیمه ییز پولیس وژل شوي او په سمنګان ولایت کې هم درېیو سیمه ییزو پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وایي چې دا نښته تېره شپه د یادې ولسوالۍ په پیازکار کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د وسله والو طالبانو لخوا ددولتي سرتېرو پر پوستو بریدونه کړي وو، چې په ترڅ کې یې شپږ سیمه ییز سرتېري وژل شوي او یوتن ټپي دی.

د فرهاد په وینا، په دې درې ساعته نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو هغوی په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د روغتون سرچینې ویلي چې هغوی ته شپږ جسدونه او پنځه ټپیان ور وړل شوي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې، په سمنګان ولایت کې هم درېیو سیمه ییزو پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند څارمن منیر رحیمي پژواک ته وویل چې تېره شپه طالبانو په روی دواب ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پاڅونوالو پر پوستو بریدونه کړي وو، چې له امله یې دوه سرتېري وژل شوي او یو تن یې ټپي دی.

د هغه په وینا، په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېره یې نه ده معلومه.

د یادونې ده چې  پرون د ملي امنیت شورا وویل چې تېره اوونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه چې په ترڅ کې یې تر ۸۰۰ زیاتو افغان امنیتي ځواکونو ته د طالبانو په بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.