کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۹) : دسعودي حکومت اعلان کړی چې سږ کال به د حج مراسم په محدود ډول ادا کیږي او یواځې شاوخوا لس زره کسان پکې ګډون کوي.
پرون د سعودي د حج اوعمرې وزارت اعلان کړی و، چې د کرونا وبا له امله به سږ کال له بهر څخه هیڅوک د حج فریضې ادا کولو لپاره نه راځي، بلکې په سعودي کې میشت یو شمیر محدود کسان دا فریضه ادا کوي.
د سعودي د حج او عمرې وزیر ډاکټر محمد صالح بنطین او د روغتیا وزیر ډاکتر توفیق الربیع نن د چنګاښ په ۳ په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې په محدود ډول د حج مراسم ترسره کولو به د کرونا ضد ټول وقایوي او احتیاطي اقدامات په پام کې نیول کیږي.
د حج وزیر وویل ، په دې محدودو مراسمو کې به له لسو زرو ډیر کسان ګډون نه کوي او دا به یواځې سعودي میشت وي له بهره څوک نه راځي.
ډاکتر بنطین داهم وویل چې د محدودو کسانو حج فریضې ادا کوونکو عمرونه به هم له ۶۵ کلونو څخه ټیټ ، ساري او دوامداره ناروغۍ به نه لري.
دا په داسې حال کې چې په تیرو کلونو کې شاوخوا دوه نیم میلیونه مسلمانانو په سعودي کې د اسلام د پنځم رکن حج فریضه ادا کوله.
سعودي دا پریکړه په داسې حال کې کړې چې په دغه هیواد کې شاوخوا ۱۳۰۰ کسان له کرونا مړه او ۱۶۰ زره کسان پرې اخته شوي دي.