کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۹): د مشرانو جرګې رییس او یو شمېر غړي یې پاکستان ته د «مصنوعي نتفس» ماشینونو د قاچاق قضیې پر جدي څېړنې ټینګار کوي او وایي، هغه کسان چې د دغو ماشینونو په قاچاق کې لاس لري، باید وپېژندل او جزا ورکړل شي.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې چې پرون خپور شو، د مصنوعي تنفس ۳۲ ماشینونه (وينټلاټورونه) چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره مرسته شوي وو، په داسې حال کې پاکستان ته قاچاق شوي چې په هېواد کې پر کرونا ویروس اخته کسان د تنفس ماشینونو د کموالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دغه راپور په پراخ ډول په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شو او نن هم د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې پرې بحث وشو.
د مشرانو جرګې یوه غړي عبدالوهاب عرفان د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې دغه راپور باید مستند شي او هغه کسان جې د دغو ماشینونو په قاچاق کې لاس لري، معلوم او جزا ورکړل شي.
هغه زیاته کړه:«د تنفسي ماشینونو د نه شتون له امله یو شمېر هېوادوالو خپل ژوند له لاس ورکړ، خو له بده مرغه دغه مرسته شوي ماشینونه قاچاق کېږي، هغه کسان چې د یادو ماشینونو د نه شتون له امله مړه شوي، قاتلین یې د دغو ماشینونو قاچاقبران او غله دي.»
د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار هم وویل چې د مصنوعي تنفس یو شمېر ماشینونه غلا شوي او له قضیې سره یې باید قانوني چلند وشي.
د جرګې بل غړي سید صفي الله هاشمي وویل:«په داسې حال کې ۳۲ ماشینونه پېښور ته قاچاق شوي چې خلک د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري، په دې شرایطو کې غفلت د منلو نه دی، تمه لرو دغه قضیه وڅېړل شي او هغه کسان چې لاس په کې لري؛ د قانون منګولو ته وسپارل شي.»
د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د قاچاق شوو ماشینونو د څېړنې غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار وویل چې پژواک یوه معتبره رسنۍ ده او هغه راپور چې په دې اړه یې خپور کړی، خامخا یې مستند کړی دی.
هغه د ملي امنیت له ریاسته وغوښتل څو له پژواک اژانس سره په شریکه دغه قضیه وڅېړي.
دغه راز مسلمیار له ولسمشره وغوښتل چې له دې قضیې سره جدي چلند وکړي.
هغه زیاته کړه:«هغه کسان چې په هېواد کې د کرونا ویروس او د تنفسي ستونزو او تنفسي ماشینونو د نه شتون له امله مړه شوي، غله او د یادو ماشینونو قاچاقبران یې قاتلان دي او باید کلکه جزا ورکړل شي.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP