کندوز ښار (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله ١٢ امنيتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د چنګاښ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په بازار کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې اته د عامه نظم سرتېري، دوه د ملي امنيت او دوه هم د ملي اردو سرتېري وژل شوي او پنځه نور پوليس ټپيان دي.
دغه راز د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي هم ياده جګړه تاييد کړه خو وايي چې په دې جګړه کې نهه سرتېري وژل شوي او درې ټپيان دي.
مرادي دا هم وويل چې په دې جګړه کې څلور طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د دشت ارچي د بازار اوسېدونکي سيف الله وايي چې جګړه ماښام پيل شوې او تر سهاره يې دوام وکړ.
هغه وايي چې طالبانو د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ پر ودانيو بريدونه کړي او د مرګ ژوبلې شمېره يې هم لوړه ده.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د حکومتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP