کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۹): ترکيې يو ځل بيا د ټيکا ادارې له لوري له افغانستان سره د لس ټنو کلورينو، زرو کېټونو او دوه سوه د دوا پاشۍ ماشينونو مرسته وکړه.
یادې مرستې د چنګاښ په ۴مه، د کابل ولایت مسوولینو ته وسپارل شوې.
د مرسته شويو توکو د تسليمېدو پر مهال د کابل د والي مرستيالې حنيفې ګیروال خبریالانو ته وويل، دغه مرسته شوي توکي به د کرونا ضد د ولايت اضطرار کمېټې ته وسپارل شي.
نوموړې د ټيکا له ادارې څخه د مننې تر څنګ وويل، له نېکه مرغه د ولايت بېړنۍ کمېټه توانېدلې چې له وري مياشتې راهیسې د تجارانو، ملي او نړيوالو خيريه بنسټونو مرستې د يوه ميکانيزم له لارې د کابل مستحقو خلکو ته ورسوي.
هغې زياته کړه، بېړنۍ کمېټې، له پيله دوه زره بورۍ غنم د علماوو، مدني فعالانو او ځوانانو له خوا ووېشل او همداراز د روژې په مياشت کې يې ۶۹۳۰ کورنيو ته او تېره اوونۍ ۱۲۰۰ کورنيو ته د خوراکي توکو بستې چې په کې اوړه ، غوړي او وريجې شامل وې هم وېشلې دي.
د نوموړې په وینا، کمېټې په ملي او نړيواله توګه په اخيستل شوو مرستو کې د ۶ زرو نغده مرسته هم شامله ده چې په کابل کې يې د خوړو نړيوال سازمان (WFP) په مرسته ۱۸۰۰۰ کورنيو سره کړې دي.
د ترکیې د مرستندویه ادارې ټيکا ادارې مشر ذهتو چال وويل، له دې مخکې یې هم د افغانستان له روغتيا وزارت سره د کرونا ضد درملو محموله وسپارله او په راتلونکې اوونۍ کې به هم د اتاترک له روغتون سره مرسته وشي.
هغه زياته کړه: ((د کابل والي له موږ څخه د کرونا سره د مبارزې په موخه څو قلمه مواد غوښتني و، دا چې کابل د هېواد پلازمېنه ده نو په همدې خاطر دلته د کرونا ناروغان هم ډېر دي، نو ځکه له دې ولایت سره یې ډېرې مرستې وکړې. ))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP