ګردېز-غزني (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې ناپېژانده وسله والو په پکتيا کې يو قومي مشر وژلى او په غزني کې د ملي امنيت د يوې قطعې قوماندان له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوى دى.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران د چنګاښ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده وسله والو د ځاځي اريوب ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي برات خان اکا پر ډزو وژلى دى.
هغه وايي: ((د برات خان اکا د کورنۍ غړو پرون ترافيکي حادثه کړې وه، هغه ګردېز ته د جنازو د انتقال لپاره راغلى و، کله چې بېرته ځاځي اريوب ته ستنيږي په لار کې يې ترهګر مخې ته وځي، برات خان اکا د جنازې له موټر څخه ښکته کوي او د خلکو مخ ته يې پر ډزو ولي او مړ کيږي.))
کامران زياتوي چې د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په غزني کې د ملي امنيت د يوې قطعې قوماندان وژل شوى دى.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده پژواک ته وويل چې تېره شپه په خواجه عمري ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دغه جګړه کې د ملي امنيت د مفرزه قطعې قوماندان احمدشاه وژل شوى دى.
جمعه زاده زياتوي چې په دغه جګړه بل چاته زيان نه دى اوښتى.
د يادو پېښو مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.
د يادونې ده چې خواجه عمري د غزني ښار شمال ته په ١٥ کيلومټرۍ کې پراته ولسوالۍ ده چې تېر کال وسله والو طالبانو د يوې مودې لپاره نېولې وه، خو بيا بېرته امنيتي ځواکونو ترې ونيوله او اوس يې هم ګڼ شمېر سيمې نا امنه دي.
login or register a new account.