Language

افغانستان کې ۳۰۱۷۵ کسان پر کرونا اخته او  ٦٧٥ مړه شوي دي

کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٦٠ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۰۱۷۵ ته لوړه شوه.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په پنځمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١١٧٥ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٤٦٠ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۰۱۷۵ ته لوړه شوه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٦٦ په کابل، ٦٩ په پکتيا، ٥٩ په هرات، ٣٨ په تخار، ٢٩ په دايکندي، ٢٥ په کاپيسا، ٢٤ په کندوز، ١٨ په بغلان، ١٣ په ميدان وردګو، اووه په بدخشان، پنځه په ننګرهار، درې په باميان، دوه په کونړ، يوه په لوګر او يوه هم په لغمان ولايتونو کې دي.

د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٠٥ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۱۰۱۷۴ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٦ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٦٧٥ ته ورسېده.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د باور ځواک په نوم يو بنسټ يوه سروې اعلان کړه چې له مخې يې په افغانستان کې لس ميليون کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

login or register a new account.