Language

د ونټلاټورونو څار: د روغتیا وزارت لېست ناسم دی، وزارت خوست ته هېڅ ونټلاټورونه نه دي ورکړي

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ۹۹): خوست کې چارواکي وايي، عامې روغتیا وزارت ورته تراوسه د مصنوعي تنفس الې (وېنټلاټورونه) نه دي ورکړي او هلته دوه دغه الې شته چې د درملو ټولنې مرسته کړې، خو وزارت خوست کې د پنځو دا ډول الو د شتون خبر ورکړی.

وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس پاکستان ته د ۳۲ وينټلاټورونو د قاچاق راپور خپور کړ، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال شفیق شهیم د چنګاښ په درېیمه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ناروغانو د موجوده بسترونو د اړتیا پر بنسټ ٢٢٥ وېنټلاټورونه شتون لري.

د عامې روغتیا وزارت د دغو ۲۲۵ وېنټلاټورونونوملړله رسنیو او ارګ سره شریک کړی دی. د دغه نوملړ له مخې دغه (۲۲۵) د مصنوعي تنفس الې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې دي.

د دې سند له مخې، خوست ولایت پسې پنځه وینټلاټورونه ثبت شوي دي.

خو د خوست ولایت د عامې روغتیا رییس حبيب شاه انصاري نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې خوست ته عامې روغتیا وزارت د وینټلاتور هېڅ ماشين نه دی ورکړی.

دی وايي، دا مهال د خوست عامې روغتیا ریاست سره دوه د وینټلاتور الې شته، چې په دغه ولايت کې د درملو ټولنې له خوا ورکړل شوې او هغه هم د کار نه دي، ځکه چې ډېرې زړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د ۲۲۵ وېنټلاټورونو نوملړ د وزارت له مقام او ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریک شوی، خو د خوست د روغتیا ریاست ته نه کوم وينټلاټور ورکړل شوي او نه هم په دې اړه سند شته.

خوست کې د درملو ټولنې مشر کپتان وويل، شاوخوا پنځه مياشتې مخکې، هغه مهال چې افغانستان کې تازه کرونا په خپرېدو شوې وه، د دې ولايت درملو ټولنې دوه د وينټلاټور الې د خوست د روغتيا رياست په واک کې ورکړې.

دی وايي،دغه الې، دغې ټولنې په شخصي لګښت پېرلې او ارزښت يې نږدې دېرش زره امريکايي ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني تېره ورځ پر خپله ټویټرپاڼه له کرونا سره د مقابلې لپاره د ځینو هېوادونو او نړیوالو مرستندویو موسسو د وینټلاټورنو د مرستې نوملړ خپور کړی دی.

د هغه نوملړله مخې چې روغتیا وزارت خپور کړی، تر اوسه ۵۴ د مصنوعي تنفس الې مرسته شوي چې ۸ یې روغتیا نړیوال سازمان، لس ترکیې، یو وينټلاټور د ترکیې د ټیکا په نوم موسسې، دوه ایران او ۷ نورې الې د قطر هېواد د الغرافه په نوم موسسې مرسته کړې کړې او د ۲۶ نورو يې د مرسته کوونکو بنسټ او هېواد نه دی ښودلی.

په یاد لېست کې له یادو ۵۴ وينټلاټورونو څخه  ۳۰ الې ۱۳ ولایتونو ته او ۲۴ نورې په مرکزي زېرمتون کې دي.

خو د پژواک د چنګاښ په درېیمه په خپل خپور شوي راپور کې د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور له قوله ویل شوي چې ددې نوملړ له مخې، له دوی سره چین د مصنوعي تنفس د څلورو الو، ترکیې د درېیو، ایران د درېیو او روغتیا سازمان د ۲۷ نورو الو مرسته کړې ده.

ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل:”روغتیا وزارت مخکې۲۷۰ یادې الې لرلې، ۴۰ یې خراب شوي، ځکه څوک پرې نه پوهېدل او اړتیا یې هم نه وه چې وکارول شي؛ له همدې امله اوس داسې یوه تخنیکي کس ته ضرورت ده چې دغه الې بېرته جوړې کړي.”

د خوست د ولايتي شورا ریيس کفيل ريحان هم وایي چي د‌دوی د ‌معلوماتو له مخې، خوست ته د‌عامې روغتيا وزارت له خوا کوم وینټلاتور نه دی ورکړل شوی.

دی وايي:”د ‌کرونا ناروغانو سره د مرستې په خاطر ‌د يادو ماشينونو شتون ډېر اړین دی.”

د خوست یو تن مدني فعال امیر الله ثاقب په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «عامې روغتیا وزارت چې کومو ولایتونو ته وېنټلاټورونه ورکړي لاندې لېست کې لیکل شوي، په لېست کې لیکل شوي چې خوست ته ۵ وېنټلاټورونه ورکړل شوي، خو زما معلومات دا دي چې خوست ته تر اوسه یو وېنټلاټور هم نه دی رسېدلی، اوس دلته ۳ پوښتنې دي ؟ اول لېست جعلي دی ؟دویم – خوست ته را لېږل شوي خو چا غلا کړي؟درېیم – او یا هم عامې روغتیا وزارت دروغ وایي؟»

پژواک دغه موضوع د روغتیا وزارت له ویاندویانو سره د واټس اپ له لارې شریکه کړه، خو ځواب یې ورنه کړ.

دغه راز خوست کې یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل، د کرونا ویروس مقابلې لپاره چې خوست ته کومه بودیجه ځانګړې شوې، د همغې له مخې ټاکل شوې څو ورځې وروسته د مصنوعي تنفس ځینې الې وپېرل شي.

د پژواک د وينټلاټورنو د څارنې د لړی دویم راپور.