Language

خوست پر یوه کور هوان مرمۍ لګیدو له امله پنځه ماشومان وژل شوي

خوست ښار (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۹) : چارواکي وايي خوست کې د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوې د‌ هاوان مرمۍ پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې د‌ يوې کورنۍ پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

دغه پېښه نن له ماسپښین وروسته ددغه ولايت د دوه منده ولسوالۍ په ايوتي کلي کې شوې.

د خوست والي وياند طالب منګل د چنګاښ په ۶مه، پژواک اژانس ته وویل، وژل شويو ماشومانو کې څلور هلکان او يوه نجلۍ ده او همدا راز دوې نجونې نورې ټپي شوي دي.

د منګل په وينا، ټپيان په عاجله توګه روغتون ته انتقال شوي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې پېښه کې د‌ يوه څلوېښت کلن سړي په ګډون د يوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د حيدر په خبره سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او د‌ پېښې عاملينو نيولو هڅې يې پيل کړې دي.

د دولت وسله والو مخالفيو تراوسه ددغې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.