Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیکا خلک: حکومت باید د«عزيزالله کاروان» قاتلين ونيسي

ښرنه (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۹): د پکتيکا یو شمېر اوسېدونکو نن په یوه غونډه کې له حکومته غوښتي چې ددغه ولايت د ځانګړو ځواکونو د «صفر یو» قطعې قوماندان عزيزالله کاروان قاتلان دې ونیسي او سزا دې ورکړي.

په پکتیکا کې د ځانګړو ځواکونو د صفر یو قطعې قوماندان عزیزالله کاروان د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په نهمه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د مکروریانو په سیمه کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

وسله والو طالبانو د عزیزالله کاروان د وژلو مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

نن د پکتيکا یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې دعزيزالله کاروان په یاد غونډه جوړه کړه.

د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي او دعزيزالله کاروان دکورنۍ غړي معلم ادم خان  په دې غونډه کې وويل، حکومت د پکتیکا له مخورو سره ژمنه کړې وه چې د کاروان قاتلان به د قانون منګولو ته سپاري، خو د دوو کلونو په تېرېدو سره یې د هغه قاتلان ونه موندل او د قانون منګولو ته یې ونه سپارل.

د ارګون ولسوالۍ قومي مشر عبدالعليم هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې کاروان د پکتیکا د امنیت په ټینګښت که ډېر هلې ځلې کولې.

هغه وایي:«پکتيکا وال غواړي چې نور دې دا برخه چټکه شي، دعزيزالله کاروان کورنۍ له حکومته امتياز نه، بلکي دکاروان د قاتلينو دنيولو غوښتنه کوي.»

مدني فعال خورشيد امان کټوازی هم کاروان د پکتيکا دامنيت په برخه کي يو «رښتينی او جنګي قوماندان» ياد کړ او زياته يې کړه چې دده له وژنې وروسته ددغه ولايت خلکو دکاروان پټکی د هغه ورور خانزاده کاروان ته ور پر سر کړ او هغه هم په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت لپاره نه ستړي کېدونکی هلې ځلې وکړي.

د غونډې ګډونوالو له حکومته وغوښتل چې د عزیزالله کاروان قاتلان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي په نننۍ غونډه کې وويل:«عزيزالله کاروان مې همسنګر ملګری و او هغه به ددندې داجرا پر مهال هېڅ ډول ستړيا نه احساسوله.»

هغه وایي چې دوی به د کاروان پر کورنۍ پام کوي او له خپل اړخه به د عزیزالله کاروان د قاتلینو د نیولو هڅې کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.