Language

پيښور کې د یوه افغان ځوان د شکنجولو له امله څلور پولیس له دندو شړل شوي

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۹) : د پاکستان حکومت افغان دیپلوماټانو ته ډاډ ورکړ چې د پولیسو لخوا د یوه افغان د شکنجولو قضیه به په سمه توګه څیړل کیږي.

د رضي الله په نامه یو تن افغان چې په عامر مشهور او د خیبرپښتونخوا ایالت د پيښور ښار په تاکال سیمه کې اوسییږي، د پولیسو لخوا تر وهلو ډبولو وروسته د هغه بربنډ ویډیو جوړوي او بیا یې په ټولنیزو شبکو کې خپروي.

پولیسو دغه کار وروسته له هغه کړی، چې عامر په یوه بله ویډیو کې د پيښور پولیسو ته بد رد وایي.

د پولیسو دغه کار په افغانستان او پاکستان کې په پراخه کچه غبرګونونه راوپارولو، په پيښور کې مدني فعالانو او ګڼ شمیر نورو کلک اعتراضونه او لاریونونه  ورکړل.

په پيښور کې د افغان کډوالو رییس عبدالحمید جلیلي د چنګاښ په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون دی او د افغانستان سفیر عاطف مشعل د عامر کور ته ورغلی او کورنۍ یې د افغانستان د حکومت لخوا د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

ده زیاته کړه : (( هڅه کوو، دا قضیه سمه وڅيړل شي،  دپاکستان حکومت او ځآیي مسوولنیو سره مو دا موضوع په جدی توګه مطرح کړه، د پيښور د پولیسو مشر سره له قونسل سره یو ځای مو ولیدلو او هغه د هر ډول همکارۍ ډاډ راکړ.

د جلیلي په وینا، رضي الله د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی دی او کورنۍ یې له تیرو ۴۰ کالو راهیسې هلته کډوال دي. نوموړی په یوه هوټل کې کارمند دی.

ده زیاته کړه چې د یادې قضیې په تړاو د پولیسو د اړونده پولیس د امر په ګډون درې پولیس نیول شوي او تر پلټنو لاندې دي، دغه راز د سیمې د پولیسو یو بل مشر له دندې لرې کړی شوی دی.

د افغان کډوالو رییس وایي چې د پاکستان د حکومت ورسره ژمنه کړې چې  دوه وزیران او د ملي شورا یو غړی به د عامر کور ته د ننواتې لپاره ورځي.

بلخوا په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل ویلي چې د عامر د شکنجې او ځورونې په تور درې پولیس نیول شوي او دوه نور له دندې لېرې شوي دي.

هغه نن پخپل ټویټر کې لیکلي چې د عامر له کورنۍ سره یې لیدلي‌ دي‌ او پاکستاني چارواکو ورته ډاډ ورکړی دی چې دا پېښه به پلټي.