Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنيتي چارواکي: پکتيا کې ١٨ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګردېز (پژواک، ٧ چنګاښ ۹۹): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په ميرزکې ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٢ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

خو بل لورته طالبان بيا وايي چې په ياده جګړه کې ګڼ شمېر حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران د چنګاښ په اوومه پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ميرزکې ولسوالۍ پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو او هوايي بريد کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

کامران وايي چې په دغه جګړه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي، خو د طالبانو يوه اندازه سپکه او درنه وسله د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

د ميرزکې ولسوالي اوسېدونکی عادل منګل وايي چې جګړه ډېره سخته وه او د شپې له ۱۱:۳۰ بجو پيل او تر سهاره یې دوام درلود.

منګل پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو ته زياته مرګ ژوبله په هوايي بمبار کې اوښتې او په خبره يې که د ياد ځواک مرسته نه وای، ښايي ولسوالۍ سقوط شوې وای.

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم جګړه تائيدوي، خو وايي چې جنګ شديد نه و او يوازې دوه طالبان په کې وژل شوي دي.

خو مجاهد زياتوي چې په دغه جګړه کې ګڼ شمېر حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او يوه پوسته هم طالبانو نيولې ده.

د يادونې ده چې ميرزکه د پکتيا ولايت نسبي امنه ولسوالۍ ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.