Language

ولسمشرد پلټنو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت په اړه تورونه جدي وڅیړي

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۹) : ولسمشر غني د پلټنو ادارې ته لارښوونه وکړه چې کرونا ویروس سره د مبارزې له امکاناتو څخه د ناوړه استفادې په اړه لګول شوي تورونه په جدي ډول وارزوي او د موندنو پایلې جمهوري ریاست سره شریکې کړي.

له ارګ څخه د چنګاښ په ۷مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن ماسپښين د عامې روغتیا وزارت رهبري پلاوي او د افغان ـ جاپان او محمد علي جناح روغتونونو مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، په دې ویډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې ترسره شو، د چارو ادارې عمومي رییس او د پلټنو ادارې رییسې هم شتون درلد، د ښو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او کرونا ویروس سره د اغېزناکې مبارزې په اړه خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزارت رهبري پلاوي، د خپلو فعالیتونو او ستونزو په اړه د خبرو ترڅنګ، افغان ـ جاپان او محمد علي جناح روغتونونو پرسونل ته د نا اجراء شویو معاشونو په اړه خپل وړاندیزونه ولسمشر سره شریک کړل.

ولسمشر غني د هغوی د خبرو او یادو وړاندیزونو تر اورېدو وروسته، د ډاکترانو او د روغتیایي خدمتونو د نورو کارکوونکو چې کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي، قدرداني وکړه او اړوندو ادارو ته یې دنده وسپارله چې هغوی ته پر وخت د معاشونو د ورکړې په برخه کې عاجل اقدامات وکړي او د خپلو اجراآتو راپور د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

هغه د پلټنو ادارې ته لارښوونه وکړه چې کرونا ویروس سره د مبارزې له امکاناتو څخه د ناوړه استفادې په اړه لګول شوي تورونه په جدي ډول وارزوي او د موندنو پایلې جمهوري ریاست سره شریکې کړي.

د پژواک د یوه راپور له مخې چې تیره اونۍ خپور شو، د کرونا ناروغانو سره د مرسته شویو مصنوعي تنفس ماشینونو (وینټیلاټور) څخه ۳۷ یې پاکستان ته قاچاق شوي دي.

همداراز ولسمشر د چارو ادارې عمومي ریاست ته دنده وسپارله چې عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ د دې وزارت د اړتیاوو پوره کېدو موضوع تعقیب کړي.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت دیادو ماشینونو یو لیست خپور کړی چې ولایتونو ته څومره ماشینونه لیږلي دي، خو د پژو اک د راپورونو له ، دغه لیست هم سم نه دی او وزارت غلط معلومات خپاره کړي دي.

Related Topics