کابل (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٥١ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۰۹۶۷ ته لوړه شوه.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په اوومه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٧٠١ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٣٥١ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۰۹۶۷ ته لوړه شوه.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې له دغو پېښو څخه ٢٢٠ په کابل، ٢٤ په هرات، ١٧ کندوز، ١٥ په بدخشان، ١٢ په تخار، ١١ په بغلان، ١١ په بادغيس، لس په دايکنډي، اووه په لوګر، اووه په کاپيسا، پنځه په زابل، پنځه په ننګرهار، درې په ميدان وردګ، دوه په پروان، يو په پنجشېر او يوه هم په کندهار ولايت کې دي.
د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٠٠٤ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۱۲۵۸۸ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٤ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٧٣٧ ته ورسېده.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.
خو بل لورته خلک وايي چې پر ډاکټرانو د خلکو نه باور او دولتي روغتونونو ته د خلکو کمه مراجعه د دې لامل شوې چې د يادې ناروغې د مثبتو پېښو شمېره کمه څرګنده شي.
login or register a new account.