Language

کندوز کې اتو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز ښار (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٩): د کندوز دولتي چارواکي وايي چې د طالبانو د بريد له امله په امام صاحب ولسوالۍ کې شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د کندوز د ولايتي شورا غړي خليل قاري زاده د چنګاښ په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د نادر صغيرې سيمې پر پوستې بريد کړى دى.

دى وايي چې په دغه بريد کې شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((طالبانو دغه پوسته نيولې کله چې دغه سرتېري يې وژلي دي، بېرته یې پوسته پرېیښې ده.))

په ورته وخت کې د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي دغه جګړه تاييدوي، خو زياتوي چې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات وروسته له رسنيو سره شريکوي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.