Language

هلمند کې ٢٣ ملکي وګړي وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي

دويم تعقيب (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٩): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د هاوان مرميو د لګېدو له امله ٢٣ ملکي وګړي وژل شوي او ١٨ نور ټپيان شوي دي.

نن له غرمې مخکې د هلمند په سنګين ولسوالۍ د څاريو د پلور او پېر په مېله کې د هاوان مرمۍ لګېدلې دي.

په دغه ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې وسله والو طالبانو نن په سنګين ولسوالۍ کې د څاريو د پلور او پېر په بازار کې پر عامو خلکو د هاوان دوه مرمۍ توغولې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو مرمیو د لګېدو له امله ٢٣ ملکي وګړي وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

سرچينه وايي چې د ملي اردو ځواکونو نن په دغه سيمه کې هېڅ ډول تحرکات نه درلودل او کوم توغندى يې هم نه دى توغولى.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې ٢٣ ملکي وګړي او دوه طالبان وژل شوي او ١٥ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

همدارنګه د پېښې يو تن عيني شاهد صفت الله پژواک ته وويل چې په دغه پېښه کې له ٣٠ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.

په ورته وخت کې مرکز لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکو پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه تر اوسه ١٨ ټپيان دوى ته انتقال شوي دي.

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې حکومتي ځواکونو نن په سنګين ولسوالۍ کې د څاريو د پېر او پلور پر دوديزې مېلې توغندي توغولي دي.

هغه وايي چې په دغه پېښه کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د يادونې ده چې هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

Related Topics