کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۹): د فرمان پر اساس، د شهیدان وارثینو او معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ خپلواکه اداره د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته اوښتې او ولسي جرګې له وزارت څخه د «دولت» د کلمې په حذب کولو سره دغه فرمان تایید کړ.
د ولسي جرګې د عدلي او قضایي کمېسیون مرستیال محمد رحیم علی یار، نن د ولسي جرګې په ناسته کې وویل چې حکومت د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۱۵مه فرمان صادر کړ چې له مخې یې د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د شهیدانو او معلولینو معینیت، د معلولینو او د شهیدانو د وارثینو د ملاتړ خپلواکې ادارې ته ارتقاء وکړه.
هغه زیاته کړه چې وروسته د ۱۳۹۷ کال د مرغومي په شلمه ولسمشر بل فرمان صادر کړ او د شهیدانو او معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ خپلواکه اداره د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته ارتقاء وکړه.
هغه وایي چې په کمېسیونونو کې پر دواړو فرمانونو خبرې وشوې او د کمېسیونونو ډېری غړو د دغو فرمانونو د رد غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه: «وروسته ګډه ناسته ترسره شوه او دا پرېکړه وشوه څو دغه اداره وزارت ته ارتقا وکړي [نه د شهیدانو په چارو کې د دولت وزارت...] څو د هغه وزیر د باور رایې اخیستو لپاره دې جرګې ته ور وپېژندل شي او ځواب ووایي؛ ځکه د خپلواکو ادارو مسوولین ځواب ویونکي نه دي.»
علی یار وایي، ټولو کمېسیونونو له دې طرحې سره موافقه وکړه.
هغوی د جرګې له رییس څخه وغوښتل څو یاد فرمان رایې ته وړاندې کړي.
وروسته د ولسي جرګې رییس یاد فرمانونه د دې لپاره یاده اداره د شهیدانو او معلولینو وزارت ته ارتقا وکړي، یاد فرمانونه رایې اچونې ته وړاندې او د رایو په اتفاق تایید شول.
میر رحمان رحماني وویل، د دې پرېکړې پر اساس، د شهیدانو او معلولینو وزیر باید د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.
هغه وایي، وروسته له دې به د دغه وزارت وزیر د خلکو لپاره ځواب ویونکی وي او په هغه صورت کې چې خپلو کارونو ته سمه رسېدنه ونه کړي، استیضاح کېږي به.
د ولسي جرګې دغه پرېکړه مشرانو جرګې ته استول کېږی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP