Language

​په هېواد کې تېر ۲۴ ساعته ٢٧١ کسان پر کرونا اخته او ١٢ ترې مړه شوي دي

کابل (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٧١ مثبتې پېښـې ثبت شوې چې له دې سره پر کرونا د اخته کسانو شمېر ٣١٢٣٨ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د چنګاښ په نهمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٧٦١ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٧٢ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣١٢٣٨ ته لوړ شو.

د خبرپاڼې په حواله، له يادو پېښو ١٣٠ په کابل، ٣٠ په هرات، ٢٨ په بلخ، ١٤ په تخار، ١٣ په باميانو، ١٢ په کندهار، ١٢ په نيمروز، اووه په بغلان، پنځه په کونړ، پنځه په پنجشېر، څلور په بادغيس، څلور په هلمند، درې په ننګرهار، دوه په زابل او يوه -يوه په خوست او لغمان ولايتونو کې دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٣٣٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٣٩٣٤ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٢ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دغه ويروسه د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧٤٩ ته رسېږي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

خو بل لورته خلک وايي چې پر ډاکترانو د خلکو نه باور او دولتي روغتونونو ته د خلکو کمه مراجعه د دې لامل شوي چې د يادې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېره کمه څرګنده شي.

login or register a new account.