پلخمري (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٩): د بغلان د والي او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت د استازې شکريې عيسى خېل د کور مخې ته د ماين په چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت د چنګاښ په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د دغه ولايت د والي عبدالقديم نيازي کورته څېرمه د والي د ساتوونکو پر رېنجر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.
د ده په وينا، په دغه چاودنه کې د والي ساتوونکو ته کوم زيان نه دى اوښتى، خو درې ملکي وګړي په کې ټپيان شوي دي.
د بغلان والي عبدالقديم نيازى په ولسي جرګه کې د دغه ولايت د استازې شکريې عيسى خېل خاوند هم دى.
دغه راز د بغلان د والي ویاند نذیر نجم هم پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دغه چاودنه کې رېنجر موټر هم زيانمن شوى دی .
همدارنګه د بغلان د عامې روغتیا ريیس ډاکټر مُحب الله حبیب وایي چې له يادې پېښې څخه درې ټپيان ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.
ده وويل چې روغتون ته انتقال شوي کسان ملکي وګړي دي او روغتيايي وضعيت يې هم ښه دى.
د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP