ګردېز (پژواک، ١٠ چنګاښ ۹۹): د پکتيا ولايت اوسېدونکي د درملو له کموالي او د بيو له لوړېدو شکايت کوي او وايي چې له دې امله د کرونا ناروغانو نسبي درملنه له ستونزو سره مخ ده.
دوی وايي چې په بازار کې ټول، په تېره د کرونا د عارضي ناروغيو درمل خورا کم او بيې يې څو چنده لوړې شوې دي.
د ګردېز یو اوسېدونکی عادل ننګ وايي چې په بازار کې ځينې درمل نه پيدا کيږي او د ځينو اړينو درملو د اصل هغو پر ځای دويم او کم کيفيته دوا پر خلکو پلورل کيږي.
ننګ پژواک ته وويل: ((د خلکو اقتصادي ستونزې او کرونا بېخي اوج ته رسېدلي، هره ورځ پکتيا کې د مړينې لس، دوولس پېښې لرو، چې خلک يې له ډېر کړاو سره مخ کړي. د دوا بيه لس چنده پورته شوې، خو مسوولين ورته پام نه کوي.))
د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی سيف الرحمن هم د درملو د کمي او د ځينو هغو پر ځای د کم کيفيته درملو په اړه شکايت لري او ادعا کوي چې د ورته شرکتونو له خوا د يادو درملو د پلور په بدل کې ډاکټرانو او د درملتونونو څښتنانو ته زياته ګټه ورکول کيږي.
نوموړي زياته کړه: ((دواګانې قيمته شوې دي، همدارنګه ثابت نرخ نه لري. په يوه دواخانه کې يوه بيه لري او په بله کې په قيمته خرڅيږي، د دولت له خوا هم کنټرول نشته.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پخوا د يوه پاکټ پراسټامول بیه لس افغانۍ وه، خو له کومې ورځې چې د کرونا ناروغانو لپاره کارول کيږي، په پنځوس او شپېته افغانيو پلورل کيږي.
د درملتونونو څښتنان د درملو د کمېدو او بيو لوړوالي په اړه د خلکو شکايتونه سم بولي او وايي چې د سوداګريزو لارو تړل کېدو له امله په بازار کې د درملو شتون خورا کم شوی دی.
د دوی له ډلې حمزه په پکتيا کې د کرونا ناروغي زيات خپرېدل او د درملو زياته اړتيا د درملو د رامنځته شوې ستونزې نور عوامل بولي او ټينګار کوي چې دولتي او خصوصي سکتور بايد د دې ستونزې حل ته جدي پام وکړي.
دی وايي: ((لارې بندې دي، دوا نه راځي. دا پنځه، شپږ مياشتو کې يو بوتل دوا هم نه ده راغلې. د پاکستان لاره بنده او ډېر شيان دي چې پاکستان خپله ضرورت ورته لري. ډاکټران له هندي او ایراني دوا سره ډېر بلد نه دي.))
د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رياست هم دا ستونزه مني او وايي چې د کم کيفيته درملو د مخنيوي او د بيو د ثابت ساتل کېدو هڅې کوي.
د ياد رياست مشر ډاکټر ولايت خان احمدزي پژواک ته وويل: ((موږ دا موضوع تعقيبوو، چې په ټولو ځايونو کې سم او يو ډول نرخونه وچليږي، که خصوصي سکتور وي يا دولتي؛ ځکه چې خلک ورته ضرورت لري، نو زموږ ټيمونه نظارت کوي، خو ستونزه دا ده چې دلته ناروغان زيات شول او له دباندې کافي دوا رانه غله.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP