Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سناتوران: د بانک له مرستیالانو او کارکوونکو سره د افغانستان بانک د سرپرست چلند د قانون خلاف دی

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹): د مشرانو جرګه یو شمېر غړي د افغانستان بانک له مرستیالانو او کارکوونکو سره د دغه بانک د سرپرست اجمل احمدي چلند د قانون او اداري اصولو خلاف بولي او له حکومته غواړي څو له احمدي سره قانوي چلند وکړي.

څلور ورځې مخکې د افغانستان بانک اعلان وکړ چې د دغه بانک د دویم مرستیال محمد قسیم رحیمي په ګډون یې څلور کسان په فساد کې د لاس لرلو په تور له دندو ګوښه کړي دي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي د بانک امنیتي منسوبینو ته دنده سپارلې وه څو له دندو ګوښه کسانو ته بانک ته د دننه کېدو اجازه ورنه کړي.

دغه راز تېره ورځ د دغه بانک لومړي مرستیال او پخواني سرپرست وحیدالله نوشېر پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې غوښتل یې د ولسمشر د شفاهي سپارښتنې پر اساس خپله استعفا د بانک سرپرست ته وړاندې کړي، خو د بانک امنیتي منسوبینو بانک ته د دننه کېدو اجازه ورنه کړه.

د بانک له کار کوونکو سره د اجمل احمدي دغه چلند د ولسي جرګې د یو شمېر غړو غبرګونونه راپارولي دي.

په مشرانو جرګه کې د بلخ د خلکو استازې ګلالۍ نور صافۍ د جرګې په نننۍ ناسته کې وویل: «که د افعاستان بانک مامورینو کومه جدي ستونزه لرله، قانون او اصول موجود دي چې د هغه پر اساس ورسره چلند وشي، اړتیا نه وه چې د یوې ادارې له مرستیال سره دې سپک چلند شوی وای.»

په دې جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي لطف الله بابا، احمدي ته په اشارې وویل: «څوک چې د هېواد له رسمي ژبو سره بلدیت ونه لري، په کابینه کې یې شتون شرم دی، زه چې فکر کوم احمدي یو افغان هم نه دی، د اصولو او قانون خلاف عمل یې کړی، موږ په ځنګله کې ژوند نه کوو، بلکې نظام لرو او قانون لرو، هېڅوک حق نه لري په زور هغه څوک چې مخکې د دغه باند سرپرست و، بانک ته د داخلېدو اجازه ورنه کړي.»

په دې جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي محمد حنیف حنفي وویل: «قحط الرجال دی چې اجمل احمدي د بانک د سرپرست په توګه معرفي کېږي، په سوداګرۍ وزارت کې یې څه وکړل چې اوس به یې دلته وکړي.»

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د احمدي پر کړنو نیوکې وکړې او د حکومت له رهبرۍ یې له نوموړي سره د جدي چلند غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې دویم نایب محمد اکبر ستانکزي وویل: «زموږ لپاره ډېره دردوونکې وه، هغه څوک چې د بانک سرپرست و، له هغه سره څه ډول چلند کېږي، موږ قانون لرو او د قانو له مخې دې چلند وشي، هېڅوک د ديکتاتورۍ حق نه لري.»

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم د بانک د سرپرست چلند د قانون او افغانستان بانک د اصولو خلاف وباله او ویې ویل چې دغه موضوع به ولسمشر ته رسوي څو په دې اړه د بانک له سرپرست سره قانوني چلند وشي.

هغه دغه راز د دې جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون ته دنده وسپارله څو د بانک د مرستیالانو او کارکوونکو له دندو ګوښه کېدل وڅېړي او د قانون په چوکاټ کې د بانک له سرپرست سره چلند وکړي.

هغه وویل، هغه وخت چې احمدي د سوداګرۍ وزارت سرپرست و، هم یو شمېر کارکوونکي یې بې له دلیله له دندو ګوښه کړي وو او نوموړی باید د ځواب ورکونې لپاره دې جرګې ته را وغوښتل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.