کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹): مشرانو جرګه په هلمند کې په دودیزه مېله کې د تېرې ورځې پېښه چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، څېړي او ټینګار کوي چې د دې پېښې عاملین دې پیدا او جزا دې ورکړل شي.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې په یوه دویزه مېله کې د دوو چاودنو په نتیجه کې ۲۳ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. تراوسه هېڅ کومې ډلې د دغه پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د سیمې یو شمېر خلکو رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه د هاوان مرمۍ لګېدو له امله رامنځته شوې چې د دولتي ځواکونو له خوا ویشتل شوې دي؛ خو حکومتي سرچینو دا ډول څرکندونې رد کړې دي.
په مشرانو جرګه کې د بلخ د خلکو استازې ګلالۍ نور صافۍ د جرګې په نننۍ ناسته کې دغه پېښه دردوونکې وبلله او ویې ویل، هغه کسان چې په دغه جنایت یې لاس پورې کړی، باید معلوم او تر قانوني څار لاندې ونیول شي.
د دې جرګې بل غړي لطف الله بابا هم ورته نظر درلود او ویې ویل چې تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو باید د دې پېښې عاملین وپېژندل شي او سخته جزا ورکړل شي.
د مشرانو ګې بل غړي سید صفي الله هاشمي وویل: «دا لومړنۍ پېښه نه ده چې هېڅوک یې د مسوولیت پر غاړه اخسیتلو ته نه حاضرېږي، په ډېری دې ډول پېښو کې ملکي کسانو ته زیان اوړي.»
د هغه په خبره مشرانو جرګه باید په دې اړه جدي غبرګون وښیي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د دې پېښې غندلو ترڅنګ وویل: «لومړی باید مشخص شي چې دا برید د چا له خوا شوی، کله چې معلومه شوه چې دغه برید د طالبانو او یا هم وسله والو ځواکونو له خوا رامنځته شوی، وروسته به دغه جرګه خپل دریځ روښانه کړي.»
هغه د یادې جرګې د دفاعي چارو کمېسیون ته دنده وسپارله څو له امنیتي مسوولینو سره په همغږۍ دغه پېښه وڅېړي او راپور یې جرګې ته وړاندې کړي څو جرګې یې په اړه پرېکړه وکړي.
هغه زیاته کړه: «د ملکې کسانو په نښه کول چې له هرې خوا وي، جنایت دی او عاملین یې باید معلوم او تر څارنې لاندې ونیول شي.»
هغه یاده پېښه دردوونکې وبلله او ویې ویل: «که د دولت وسله وال پوځ غفلت کړی وي او دغه پېښه یې ترسره کړې وي نو هغه کسان چې په دغه پېښه کې لاس لري باید محاکمه شي.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP