Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې د دوو قومونو ترمنځ جګړه کې اووه کسان وژل شوي

ګردېز (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹): د پکتيا ولايت په ډنډپټان ولسوالي کې د دوو قومونو تر منځ د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې اووه تنه وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنیه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران د چنګاښ په لسمه پژواک ته وويل چې جګړه تېره ورځ سهار شاوخوا لس بجې پيل او تر مازيګره يې جريان درلود، چې په پايله کې يې اووه کسان وژل شوي دي.

کامران وايي: ((جګړه د محلي مسوولينو او قومي خلکو په مداخله درېدلې، خو له دواړو خواوو اووه تنه وژل شوي دي، څلور تنه د منګل قوم او درې تنه د خروټي قوم.))

د ډنډپټان ولسوال عيد محمد احمدزي پژواک ته وويل چې د يادو دوه قومونو ترمنځ په سيمه کې د داري درنګ غره او ببرې ډنډو ځمکې پر سر له شاوخوا دېرش کلونو راهيسې شخړه ده، چې له تېر يو کال راهيسې په جګړو اوښتې.

احمدزی وايي چې پر ډېورنډ فرضي کرښه پرته دې سيمه کې يادې جګړې ته د ګاونډي پاکستان استخباراتي اداره آی اېس آی هم لمن وهي او ادعا کوي چې د جګړې ښکېلو غاړو ته وسلې هم ورکوي.

نوموړي زياته کړه چې د دې خونړۍ قومي شخړې د هواري لپاره يې ولايتي ادارې ته وړانديزونه کړي او په سيمه کې يې په دايمي ډول د امنيتي ځواکونو د يوې قرارګاه ځای پر ځای کولو غوښتنه کړې، خو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

عيدمحمد احمدزی وايي: ((دا مسئله زموږ له سطحې پورته ده او بايد په مرکزي سطحه يې هواري ته کار وشي. موږ اوس دواړو خواوو ته قومي مشران او ځوانان ورلېږلي، چې هم د يو، بل مړي ورکړي او هم د اوربند لپاره سره سلا شي.))

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم دا پېښه خواشينوونکې بولي او ټينګار کوي چې د يادې مسلې د حل لپاره بايد له پلازمېنې د اړوندو ادارو باصلاحيته اجرايي پلاوی وټاکل شي.

سهي وايي، ولايتي ادارې، د سرحدونو وزارت يو ټاکل شوي هيئت او په پارلمان کې د پکتيا ځينو استازو د دې قومي شخړې د هواري لپاره هلې، ځلې کړې، خو په خبره يې د ځينو ملحوظاتو له امله بې پايلې وې.

نوموړي زياته کړه: ((دا شخړه ډېره پخوانۍ ده او اوس ډېره انسان خوړونکې شوې ده، که څه هم ولايتي ادارې او ځينو مرکزي مربوطه ادارو د دې مسئلې د سوله ييز حل هڅې کړې، خو بايد دا هڅې دوامداره شي، تر څو د دې خونړۍ لړۍ مخه ونيول شي.))

په ډنډپټان ولسوالي کې د منګلو او خروټو تر منځ په دې شاوخوا يو کلنو وسله والو نښتو کې تر دې دمه دواړو خواوو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.