Language

امنيه قوماندان: د کندوز په ښار او ولسواليو کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى

کندوز ښار (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٩): د کندوز نوى امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت د مرکز ترڅنګ په ولسواليو کې هم امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى چې د يوه منظم پلان له مخې به د امنيت د ټېنګښت لپاره کار وشي.

د کندوز نوي امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني د چنګاښ په ١١ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره يې پلانونه جوړ کړي، خو د عملي کولو لپاره يې د مرکز حکم ته په تمه دى.

هغه زياته کړه: ((يواځې په کندوز ښار کې نه، بلکې په ولسواليو کې هم امنيتي وضعيت ډېر بد دى، زه کوښښ کوم چې د يوه منظم پلان له مخې له کندوز ښار نه د امنيت ټينګښت شروع کړم او ورو ورو بيا ولسواليو ته هم لاړ شو.))

ده وويل چې اوس مهال په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، که چيرې مرکز اجازه ورکړي نو دوى به چاڼيز عمليات پيل کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال د دولت وسله وال مخالفين د کندوز ښار يو کيلومټرۍ ته رسېدلي چې دغه حالت نه ده او نه هم د کندوز خلکو ته د منلو وړ دى.

ده وويل چې خلک د دغه ولايت د لويو لارو له نا امنۍ څخه هم شکايت لري، خو دى کوښښ کوي چې د لويو لارو د امنيت پر ټينګښت جدي کار وکړي.

مل پاسوال جوزجاني دا هم وويل چې په دغه ولايت کې سوداګر له نا امنۍ او په لويو لارو کې له غيرقانوني اخاذيو څخه شکايت کوي.

ده وويل: ((د همدې نا امنيو او غيرقانوني پيسو اخيستو له امله په دغه ولايت کې سوداګري له ستونزو سره مخ ده، زموږ د پلان په عملي کېدو سره به دغه ستونزې ډېره هوارې شي.))

جوزجاني د خپلو څرګندونو په پاى کې وويل چې ډېر ژر به د امنيتي ځواکونو يو پياوړی ګروپ کندوز ته داخل شي چې ورسره به په امنيتي وضعيت ډېر مثبت بدلون راشي.

د يادونې ده چې مل پاسوال فقير محمد جوزجاني شاوخوا يوه مياشت وړاندې د کندوز د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.