کابل (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣١٩ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۱۸۳۶ ته لوړه شوه.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په لسمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٦٧٨ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٣١٩ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۱۸۳۶ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٣٣ په کابل، ٥٦ په دايکنډي، ٤٢ په هرات، ٢١ په فراه، ١٤ په تخار، ١١ په بادغيس، لس په کندهار، اته په بلخ، شپږ په بدخشان، پنځه په ننګرهار، پنځه په بغلان، درې په لوګر، دوه په ميدان وردګ او يوه-يوه هم په لغمان، پنجشېر او زابل ولايتونو کې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٥٢٠ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۱۵۶۵۱ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٨ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٧٧٤ ته ورسېد.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.
خو بل لورته خلک وايي چې پر ډاکټرانو د خلکو نه باور او دولتي روغتونونو ته د خلکو کمه مراجعه د دې لامل شوې چې د يادې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېره کمه څرګنده شي.
login or register a new account.