کندوز ښار (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٩): د کندوز امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ ملکي مرستيال له سوداګرو څخه د بډې اخيستلو په تور نيول شوی دی.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ ملکي مرستيال شاه محمود وحدت د بډې اخيستو په تور نيول شوى دى.
سرچينه وايي: ((له يوه سوداګر نه يې د پيسو تقاضا کړې وه، هغه د پيسو ورکولو پرمهال هرڅه فلمبرداري کړي و، بيا يې فلم له قوماندانۍ سره شريک کړ، نو هماغه و چې دغه سړى نن سهار د پوليسو له لوري ونيول شو.))
په ورته وخت کې د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني هم پژواک ته وويل چې د قوماندانۍ ملکي مرستيال د بډې اخيستو په تور نيول شوى دى.
ده زياته کړه: ((دا مهال په نظارت خانه کې دى، دوسيه به يې تر بشپړېدو وروسته عدليي او قضايي ارګانونو ته واستول شي.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دغه ولايت سوداګرو د پوليسو له لوري د غيرقانوني پيسو اخيستو له امله شکايتونه کړي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP