Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“ولسمشرغني جنرال دوستم ته د مارشالۍ د ورکړې فرمان لاسلیک کړی”

 کابل (پژواک، ١٣چنګاښ٩٩):  دوستم ته نږدې سرچینې وایي چې ولسمشر غتي جنرال دوستم ته د مارشالۍ د ورکړې فرمان لاسلیک کړی، خو په فرمان کې د نېټې او ثبت د ستونزو له امله ټاکل شوې سبا اعلان شي.

د ملي مصالحې شورا لومړي مرستیال دوکتور عنایت ‌الله بابر فرهمند په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي:(( جنرال دوستم ته د مارشالۍ د ورکړې فرمان یوه کاپي د ارګ له ادرس څخه موږ ترلاسه کړې ده.))

هغه زیاته کړې، دا چې فرمان کې نېټه او ثبت دوه اوونۍ مخکې وخت ښيي او ټاکل شوې وه چې د فرمان متن د چنګاښ په اوومه د ملي تلوېزیون له لارې اته بجې اعلان شوی و، خو اوس دا اعلان سبا شپې ته پاتې شو.

هغه له ولسمشره مننه وکړه او ویې ویل چې د سیاسي توافق په اساس دوستم ته د مارشالۍ رتبې ، ملي امنیت شورا او ددولت په عالي شورا کې غړیتوب او د ولسمشر د لومړي د امتیازونو ورکړه ، منل شوي دي.

د جنبش یوه ویاند بشیر احمد ته‌ینج ومنله چې جنرال دوستم ته د ولسمشر له خوا د غبرګولي په ۲۱مه د مارشالۍ رتبې فرمان لاسلیک شوی دی.

هغه هیله وښوده چې ولسمشرۍ نن دغه فرمان ټولیز کړي. ده زیاته کړه :(( د پنجشنبې په ورځ په خواله رسنیو کې ټولیز شو او نن د عبدالله ټیم هم تایید کړ.))

جنرال دوستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکړه د غني او عبدالله د ټیمونو د سیاسي هوکړې له مخې تر سره کیږي.

له بلې خوا دوستم ته د جنرالۍ د ورکړې د فرمان یوه کاپي چې پژواک ته رسېدلې په کې راغلي: ((د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴مادې او ۱۹مه شماره حکم له مخې د هېواد سیاسي شخصیت عبدالرشید دوستم ته د سیاسي بن بستونو د حل ، خدمتونو او په هېواد کې د ثبات د ټینګښت په موخه د مارشالۍ رتبه ورکوم.))

دا په داسې حال ده چې د فرمان په پورتنۍ برخه کې د مکتوب شماره (٢٩) او نېټه یې٢١/٣/١٣٩٩ ثبت شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.