ګردېز-ښرنه (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې شپږ وسله وال طالبان د خپلو ماينونو په چاودنو کې وژل شوي دي.
پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ايمل خان د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د پکتيا ولايت د احمدابا ولسوالۍ په غونځي سيمه کې وسله والو طالبانو په لويه لار کې ماين ځاى پرځاى کاوه چې پرې چاودېدلى دى.
هغه وايي چې په دغه پېښه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکي نظيف الله هم پژواک ته وويل چې تېره شپه د غونځي په سيمه کې چاودنه شوې خو معلومه نه ده چې وژل شوي کسان څوک دي.
همدارنګه ايمل خان دا هم وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل د پکتيکا ولايت د خوشامند ولسوالۍ په لويې کلا سيمه کې د سړک پر غاړه ماين ځاى پرځاى کړي چې چاودنه يې پرې کړې ده.
هغه وايي چې په دغه چاودنه کې دوه طالبان وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن