Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د ولسمشر غني د پلار د تره زوی رشاد احمدزی وژل شوی

کابل(پژواک،۱۴چنګاښ۹۹):انجنیر رشاد احمدزی چې د ځینو سرچينو په خبره د ولسمشر د تره زوی دی، په کابل کې خپل کور کې پر ډزو وژل شوی دی.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویلچې رشاد احمدزی پرون د شپږمې حوزې اړوند د سناتوریم سیمه کې په خپل کې وژل شوی دی.

فرامز زیاته کړه چې د نوموړي مړی عدلي طب ته وړل شوی او د دې پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.

فرامرز په دې اړه چې ګویا رشاد احمدزي له ولسمشر څه خپلوي درلوده، څه ونه ویل.

خو د لسمشرۍ ماڼۍ یوه سرچينه چې نه غواړې نوم یې واخيستل شي، پژواک خبري اژانس ته ویل چې رشاد احمدزی د ولسمشر محمد اشرف غني د پلار د تره زوی و.

تراوسه ددې پېښې مسوولیت کومې ډلې بر غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.