کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹) : د جمعیت اصلاح ټولنه له ټولو لوریو غواړي چې د سولې پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي، پاتې بندیان خوشې او د تاوتریخوالي له کمېدو سره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
د جمعيت اصلاح له خوا د چنګاښ په ۱۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددوی مرکزي شورا د خپلې نوبتي غونډې په ترڅ کې د هېواد وروستيو حالاتو او ناوړو پېښو ته په کتو، یوه خبرپاڼه صادره کړې ده.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، جمعيت اصلاح په داسې حال کې چې د سولې لومړنۍ داعيه پرمخ وړونکی او غږ پورته کوونکی تمدني حرکت دی، د روان بحران له ټولو جهتونو څخه په کلکه غواړي چې د سولې پر وړاندې پراته خنډونه له منځه يوسي، د دواړو لوريو پاتې زندانیان دې خوشې او په عاجل ډول دې بین الافغاني مذاکرات د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند په ترڅ کې پیل شي.
سرچینې زیاته کړې، چې له دغو اقداماتو سره ، څو نور افغانان د وينو توېيدو شاهد ونه اوسی او د سولې او راحت ژوند یې نصيب شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د جمعيت اصلاح مرکزي شورا په وروستيو کې د هېواد د جيدو علماوو او ملي شخصیتونو په مرموز شکل وژل کېدل په کلکو ټکو غندي او له حکومت څخه غواړي چې په بېړنۍ توګه ددې ډول ناوړو پېښو مخه ونیسي.
دغې ټولنې ویلي : ((موږ له اړوندو ادارو څخه غواړو چې د مولوی نیازي او نورو علماوو د وژنې عاملین په عاجل ډول ونیول شي او سخته سزا ورکړل شي، تر څو راتلونکي کې د داسې دردوونکو پېښو مخه ونیول شي.))
د جمعیت اصلاح په خبرپاڼه کې راغلي، په هېواد کې ځینې مغرضې کړۍ، د پردیو اجنډاوو او همدارنګه د خلکو ترمنځ د بې باورۍ فضاء جوړېدو لپاره کار کوي چی په دې سلسله کې په دې وروستیو کې د تعلیمي نصاب اړوند د دیني او ملي ارزښتونو پرخلاف ځینې هڅې روانې دي.
دوی زیاته کړې : (( موږ له چارواکو څخه په عاجل ډول غواړو، ترڅو هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د ولس پر ارزښتونو ملنډې ووهي او ولس کې نفاق او ګډوډي پیدا کړي. موږ دا ډول کړنې په کلکو ټکوغندو او په دې اړه د قانوني تعقيب غوښتونکي یو.))
په خبرپاڼه کې راغلي، جمعیت اصلاح په دې سختو حالاتو کې له حکومت څخه غواړي چې د روان فساد او اختلاس مخه ژر تر ژره ونیسي او په بدل کې د کرونا په سبب د زیاتېدونکو اړمنو هېوادوالو صادقانه خدمت ته ور ودانګي.
login or register a new account.