کندوز ښار (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٩): د کندوز يو شمېر خلک او موټر چلوونکي وايي چې د کندوز ښار- شېرخان بندر پر لويه لار د يوه پله ويجاړېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوى زياتوي چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې دغه پول خراب شوى، خو د جوړولو لپاره يې اقدام نه کېږي.
د کندوز- شېرخان بندر پر لويه لار يوه موټر چلوونکي عارف د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هره ورځ پر دې لار لسګونه موټر تېرېږي را تېرېږي، خو د پل د ويجاړېدو له امله لار ډېر اوږده شوې ده.
هغه وايي: ((تېره ورځ د لارې خرابوالي له امله يو لوی موټر چپه شوى و، په سختو مشکلاتو مو نورو موټر ته لار پيدا کړه او د هغه بار مو تخليه کړ.))
د همدې لارې بل موټر چلوونکي پاچا پژواک ته وويل: ((ټول موټر چلوونکي د بار پر مهال د ښاروالۍ، فوايد عامې نورو ته پيسې او ماليه ورکوي، خو څلور مياشتې کېږي، يو پل خراب شوى، څوک يې د جوړولو لپاره کار نه کوي.))
دغه راز د کندوز ښار اوسېدونکي بسم الله پژواک ته وويل چې په لويو موټرو کې د ډېر بار له امله د کندوز ښار- شېر خان بندر سړک ويجاړ شوى دى.
دى وايي: ((دا يوه ترانزيټي لار ده، ټولو حکومتي مسوولينو ته شرم دى، دغه سړک سخت خراب شوى دى، خو څوک يې نه جوړوي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او هر څه ژر يې د دې لارې د یاد پل جوړېدو غوښتنه وکړه.
د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د فوايد عامې رييس انجنير زاهد زيارمل پژواک ته وويل چې د يوې اوونۍ په اوږدو کې به د کندوزښار– شېرخان بندر پر لويه لار د ويجاړ شوي پل جوړېدو چارې به پيل شي.
ده زياته کړه: ((زموږ کسان غير قانوني له چا نه پيسې نه اخلي او د لوړ وزن لرونکي موټر بار بايد ګمرک کنټرول کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د يادې لارې يو شمېر نورو موټر چلوونکو له نا امنۍ شکايتونه کړي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP