Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

​مسلمیار د مشرانو جرګې د غړو غیر حاضري شرموونکې وبلله

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۹): د مشرانو جرګې رییس د دې جرګې د یو شمېر غړو غیابت د شرم وړ ګڼي او له خلکو یې د غیر حاضرۍ له امله د لږ کار په ترسره کېدو بښنه وغوښته او ویې ویل چې له دې وروسته به له غیر حاضرو کسانو سره جدي چلند کوي.

د مشرانو جرګې د رییسانو د پرېکړې پر اساس، نن پر ازاد بحث سربېره د قانو د اوو مسودو په اړه بحث او رایې ته یې وړاندې کول په اجنډا کې شامل وو، خو له دې امله چې د جرګې نصاب پوره نه و، له تاییده پاتې شوې.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل: «د رییس په توګه ماته د شرم ځای دی چې موږ په څو پرله پسې ناستو کې نصاب نه درلود او نن هم نصاب نه لرو، له دې امله له خلکو بښنه غواړم... زما لپاره دردوونکې ده چې موږ نه شو کولای ۳۵ غړي چې نصاب پرې تکیمیلېږي، راټول کړو، نن ۲۶ غړي شتون لري او نصاب نه پوره کېږي.»

هغه وایي چې د دې جرګې د یو شمېر غړو غیر حاضري د دې سبب شوې چې دغه جرګه ونه شي کولای د یو شمېر هغو تقنیني قوانینو او فرمانونو برخلیک چې دې جرګې ته د تایید لپاره استول شوي، تعیین کړي.

هغه د یادې جرګې دارالانشا ته سپارښتنه وکړه څو د جرګې له ټولو غړو سره اړیکه ونیول شي چې په نورو ناستو کې شتون ولري څو هغه قوانین او فرامین چې مجلس ته راغلي، برلیک یې وټاکل شي او د دوبي له رخصتیو وروسته مودې پاتې نه شي.

د اساسي قانون پر اساس، د ملي شورا غړي د زمري په لومړۍ نېټه د اوړي رخصتیو ته ځي او بیا د وږي په ۱۶مه خپل کار پیلوي.

مسلمیار همداراز وویل چې وروسته له دې د دې جرګې په عمومي ناستو او دایمې کمېسیونونو کې حاضري اخیستل کېږي او هغه غړي چې غیر حاضر وي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د مشرانو جرګې رییس د دې جرګې غړو ته په خطاب کې وویل: «که مو غیر حاضریو دوام پیدا کړ، بیا ګیله مه کوئ، له درېیو دندو چې د ملي شورا غړي یې لري، یوه یې قانون جوړونه ده او د دې جرګې د یو شمېر غړو غیر حاضري سبب شوې چې یاده جرګه په دې برخه کې له نیوکو سره مخ شي.»

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې پرېکړه وشوه څو د روانې اوونۍ تر سې شنبې ورځې دغه جرګه فوق العاده ناسته ترسره کړي او د ټولو هغو قوانینو او فرمانونو خلیک وټاکل شي چې دې جرګې ته استول شوي دي.

مسلمیار وویل: «که په بله ناسته کې هم نصاب ونه لرو، د تېر په خلاف، په دغه مجلس کې به یو شمېر قوانین له رخصتیو وروسته پاتې شي.»

د هېواد د اساسي قانون له مخې، مشرانو جرګه ۱۰۲ غړي لري، خو د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نه ترسره کېدو له امله دغه جرګې د ۶۸ غړو په لرلو سره خپل کار ته دوام ورکړی او ۳۵ کسان د دې جرګې نصاب تشکیلولای شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.